کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس غني ټاکنو کمیسون تشې څوکۍ ته نوی کمشنر غوره کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 جدی 1396 ساعت 19:46


د افغانستان د جمهوري ریاست وايي، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني، د ټاکنو خپواک کمیسیون د تشې څوکۍ لپاره سید حفیط الله هاشميد نوي کمشنر په غوره کړی دی.

ارګ ویلي، چې جمهور رئیس غني، په یوه غونډه کې چې د جمهوررئیس دوهم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ، د سترې محکمې رئیس سید یوسف حلیم او لوی څارنوال محمد فرید حمیدي هم حاضروو، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د یو کمشنر تشې څوکۍ لپاره دریو نوماندانو سره جلا جلا مرکې وکړې او په پایله کې یې سید حفیظ الله هاشمي، د ټاکنو د کمیسیون د نوي کمشنر په توګه غوره کړ.

د پنجشنبې په ماښام د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کمشنرانو د نومونو د ترتیبولو لپاره د غوراوي کمیټې په نوم جوړې شوې کمیتې رئیس جاوید رشیدي جمهور رئیس غني ته ددغه کمیسیون د یو کمبود غړي د معرفي په په اړه د خپل کاري راپور د وړاندې کولو پر وخت د دریو نوماندانو نومونه هم هغه ته وسپارل.

په دغو دریو نوماندانو کې سید حفیظ الله هاشمي، اول الرحمن رودوال او عبدالقادر ځاځی وطندوست شامل وو.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په یو بیان کې ویلي چې د دریو نوماندانو د اسنادو د پلټنې وروسته جمهور رئیس غني ښاغلی هاشمي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کمشنر په توګه ټاکلی دی.

د د غوراوي کمیټې خپل کار د روان کال د مرغومي د میاشتې په اومه نیټه وروسته له هغه پیل کړ چې جمهوررئیس محمد اشرف غني د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پخوانی رئیس نجبیب الله احمدزی د روان هجري شمسي کال د لړم د میاشتې په څلورویشتنه له دندې ګوښه کړ، چې ورسره د دغه کمیسیون د کمشنرانو یوه څوکۍ هم تشه شوه.

د نوي کمشنر له خوا د لوړې د پورته کولو وروسته به د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دغه کمیسیون د رئیس د څوکۍ لپاره بیا خپلمنځي ټاکنې کوي.

اوسمهال د دغه کمیسیون مشري د کمیسیون د عملیاتي مرستیالې میرمن وسیمې بادغیسي په غاړه ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو لپاره د ۱۳۹۷شمسي کال د سرطان ۱۶مه نېټه اعلان کړې ده.


د مطلب کود: 156310

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156310/جمهوررئیس-غني-ټاکنو-کمیسون-تشې-څوکۍ-ته-نوی-کمشنر-غوره-کړ

آوا
  https://www.avapress.com