کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د داعش پوستکالې ځواکونه، د سخت کالی ځواکونو څخه هم خطرناک

22 جدی 1396 ساعت 1:10


د فرانسه خبرګزاری په یو ګزارش کې لیکلی دی چی داعش تروریستی ډله، خپل سلطه په افغانستان کې تر کابل او ددی هیواد تر خطرناکو سیمو پوری رسولی دی. ددی ګزارش په اساس، داعش توانیدلی دی چی د متوسط طبقه څخه، زده کوونکې، پوهنتون استادان، تجار او افغانستان کاسبانو څخه سرتیری راټول کړی. داعش ډله چی مخکی ددی څخه د افغانستان په ختیځ کې ځای پرځای وو د تیرو ۱۸ میاشتو په لړ کې په افغانستان کې د ۲۰ په شاوخوا نظامی او تروریستی عملیاتونو او بریدونو دنده په غاړه اخیستی دی. په دی راپور کې، د کارپوهانو څخه نقل سوی دی چی هغه کسان چی په افغانستان کې داعش ډلی ته جذبیږی هغه نسل پوری تړلی دی چی هرډول حساسیت د جنګ او تاوتریخوالی په وړاندی له لاسه ورکړی دی. ددی ډلې صفونه د ټولنیز، مساجدو او همدارنګه مدرسو او پوهنتونونو په مرسته مخ په پراختیا دی. دا راپور یو ځل بیا په افغانستان کې د داعش حقیقی خطر رابرسیره کوی؛ هغه خطر چی د افغانستان ننۍ او راتلونکی نسل ته متوجه دی. هغه څه چی د داعش ترنامه لاندی په افغانستان کې شتون لری، د هغه ناپاکو لاسونو پیچلی نقشه ده چی د شیعیانو او سنیانو ترمنځ د واټن رامنځته کولو لپاره هڅه کوی. ددی ځواک سخت کالی ځواکونه هم د شیعیانو مذهبی او دینی اماکن او لمونځ کوونکې او سیاسی ټولنې تر هدف لاندی نیسی. دا چی ددی بریدونو وروسته، د داعش قربانیانو په وړاندی سازماندهی سوی هجمی هم شروع کیږی، یو تصادفی کار نه دی. دا همغه څه دی چی کولای سی ورڅخه د سخت کالی او پوست کالی د ځواکونو هماهنګی په حیث یاد کړو چی د داعش تر نامه لاندی په افغانستان کې فعالیت کوی. شکاره نمونه یی، تبیان او آوا خبرګزاری مرکز باندی اخیر برید وو چی په ترڅ کې یی، نږدی ۱۵۰ تنه کلتوری او رسنیزه فعالین، زده کوونکی، طلبه ګان، دینی عالمان او ... خپل ژوند له لاسه ورکړه یا په سخته توګه ټپیان سو؛ خو داعش پوست کالی ځواکونه، ددی ټولنې پاک وینه ونه لیده او د افغانستان خلګو مخرب طیف بندیو او مذهبی او قومی واټن رامنځته کولو لپاره ددی خارجی قدرت په ګټه کار وکړه. دا همغه څه دی چی داعش یا هغه حرکت چی د داعش په نامه په افغانستان کې شروع سوی دی، د یو حقیق خطر په حیث، د افغانستان اوسنۍ او راتلونکی نسل په وړاندی قرار نیسی. افغانستان خلګ، په تیرو کې شکاره کړه چی کولای سی د کلونو کلونو جنګ او تاوتریخوالی او وینه تویونو او تباهی وروسته، بیله کوم مذهبی او سیاسی او یا کلتوری جریان پوری اړوند والی په نظر کې نیولو سره، د یو بل ترڅنګ خپل ژوند ته ادامه ورکړی؛ خو دا ځل، دشمن، دشمن ډیر پوه او حساب کړی پروسی ته داخل سوی دی. دشمن، د افغانستان ملت پایداری کوډ یا رمز پیدا کړی دی او دا نتیجه ته رسیدلی دی چی دا ملت نه په ټکونه، نه په راکت توغونو، نه داخلی نامحدود جنګونو، نه آوارګیو، بین المللی تروریستانو استقرار یا هم انتحار یا هم چاودنو او یا ترور له امله، پای ته نه رسیږی او نه دریږی او له منځه نه ځی؛ ځکه دا خلګ، اوس هم د وحدت په نامه یو څه باندی ایمان لری. په دی حساب سره، دشمن دا ځل راغلی دی ترڅو وحدت یو یووالی زموږ څخه واخلی او دا همغه مسئولیت دی چی داعش پوست کالی ځواک ورباندی مصروفه دی. ددی محدود خو خطرناک ځواک سره مبارزه، ډیر د انتحار او توپکو مبارزه څخه سخت دی. خلګ، رسنۍ، علما، علمیه حوزی، پوهنتونونه، علمی او کلتوری مراکز، مدنی نهادونه او ټولنیز شبکه، باید ددی دوزخی ځواک په وړاندی سره یو سی.


د مطلب کود: 156239

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/156239/د-داعش-پوستکالې-ځواکونه-سخت-کالی-ځواکونو-څخه-هم-خطرناک

آوا
  https://www.avapress.com