کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هلمند ولایت علماوو شورا یو غړۍ نن سهار په هلمند کې ووژل سو

20 جدی 1396 ساعت 22:32

د هلمند ولایت علماوو شورا یو غړۍ نن سهار د مسلح کسانو له لوری ووژل سو.


د آوا په ګزارش سره، عمر زواک؛ د هلمند والی ویاند ویلی دی چی ناپیژانده کسان د لمانځه په وخت کې پر مولوی مختار احمد، ددی ولایت علماوو شورا غړۍ باندی، ډزی کړی دی او هغه په قتل رسولی دی. ښاغلی زواک همدارنګه وویل چی دا دینی عالم د علماوو په شورا کې دنده درلود او هر وخت په افغانستان کې د پاکستان له لوری رامنځته سوی جنګ ناروا بلله. د هلمند دا سیمه ایز چارواکی آریانا نیوز ته ویلی دی چی مهاجم کسان د پيښی سیمو څخه تښتیدلی دی خو امنیتی ځواکونه په دی اړه خپل څیړنه شروع کړی دی. دا په داسی حال کې دی چی په دی اخیرو کې د سولې عالی شورا تازه برنامه د دینی علماوو ملاتړ جلب لپاره په ټول هیواد کې د سولې پروسی د ملاتړ لپاره شروع کړی دی. ځینی دینی علما د یو سولې عالی شورا سره یو مشورتی ناستې په لړکې چی څو ورځی مخکی په کابل کې رامنځته سو د طالبانو څخه وغوښته چی د تروریستی سازمانونو سره خپل اړیکی پری او د سولې پروسی سره یوځای سی.


د مطلب کود: 156186

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156186/د-هلمند-ولایت-علماوو-شورا-یو-غړۍ-نن-سهار-په-کې-ووژل-سو

آوا
  https://www.avapress.com