کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو په حمله کې۳پولیس وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آا) , 23 جدی 1396 ساعت 13:18


د فراه ولایت په بالا بلوک ولسوالۍ کې پرون د طالبانو په یوه برید کې درې پولیس ووژل شول او یو بل ټپی شوی دی.

د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري تېره شپه ازادي راډیو ته وویل پولیسو ته دا مرګ ژوبله د بالابلوک ولسوالۍ او د فراه د مرکز ترمنځ پر لویه لاره اوښتې ده:

"د طالبانو یوې ډلې د جنجالک په سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ، په دې حمله کې درې پولیس وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی."

د فراه ښار او بالابلوک ولسوالۍ ترمنځ پر غځېدلې لویه لاره تر دې مخکې هم پر افغان ځواکونو بریدونه شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دې امنیتي پېښې په اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 156277

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156277/د-فراه-په-بالابلوک-ولسوالۍ-کې-طالبانو-حمله-کې۳پولیس-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com