کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جنرال عبدالرازق د څرګندنو په اړه د کورنیو چارو وزارت غبرګون

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 جدی 1396 ساعت 14:06


د کورنیو چارو وزرات چارواکو د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د وروستیو څرګندونو پر وړاندې غبرګون وښود.

د یاد وزارت مرستیا ویاند نصرت رحیمي تېره ورځ له خبریالانو سره د مرکې پر مهال د جنرال عبدالرازق پر وړاندې د جدي او قانوني اقداماتو په اړه خبر ورکړ.

هغه وویل چې د کندهار امنیه قوماندان د وروستیو څرګندونو په اړه به قانوني چلند وشي خو نوموړی په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل.

جنرال عبدالرازق د ځان د ګوښه کېدو په اړه د عطا محمد نور د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې حکومت نشي کولای هغه لیرې کړي او ټینګار یې وکړ چې دی د کندهار د خلکو له خوا امنیه قوماندانی ته راوستول شوی او یواځې د په غوښتنه به له خپل مقام څخه استعفا وکړي.

نومړی تېره اونی له یوه سیمه ییز راډیو سره د مرکې پر مهال وویل چې «نه دغه حکومت ګمارلی یم او نه دا حکومت کولای شي ما لیرې کړي. زه د کندهار د خلکو په غوښتنه راغلی یم او د کندهار د خلکو په غوښتنه ځم.»

دا په داسې حال کې ده چې د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور له دې وړاندې ویلي وو چې د ملي یووالي حکومت مشرانو د هېواد مهمو سیاسي او امنیتي مشرانو پر وړاندې د توطیو په لړ دا ځل د کندهار ولایت د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق پر وړاندې هم توطیه په پام کې لري.

ښاغلی نور تېره اونی په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې جنرال عبدالرازق یواځې نه دی او ټینګار یې وګړ لکه څنګه چې هغه د حکومت د وروستیو پریکړو پر وړاندې «هغه له موږ ملاتړ وکړ، موږ هم د هغه ملاتړ یو.»


د مطلب کود: 155936

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155936/د-جنرال-عبدالرازق-څرګندنو-په-اړه-کورنیو-چارو-وزارت-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com