کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني: د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د سیاسي قشر همغږي او یووالی غواړي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 31 حمل 1395 ساعت 16:18

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د ملي شورا استازو سره په هېواد کې د سولې او امنیت د تامین په هکله ناسته لرله.


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د ملي شورا استازو سره په هېواد کې د سولې او امنیت د تامین په هکله ناسته لرله.
دغه ناسته چې په ارګ کې ترسره شوه، د سولې د عالي شورا رئیس، د کابینې غړیو او د جمهور رئیس سلاکارانو هم په کې حضور درلود. په پیل کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په هېواد کې د امنیت تامین د ټولو ګډ مسوولیت وباله او د دې لپاره یې د ټولو یووالی، همغږي او همکاري مهمه وبلله.
ورپسې د ولسي جرګې لومړي نایب حاجي عبدالظاهر قدیر، د مشرانو جرګې دویم نایب سناتور حسیب الله کلیمزي، ډاکټر محمد صالح سلجوقي، سناتورې امنه افضلي او سناتور حاجي رحمت الله اڅکزي د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د وکیلانو او سناتورانو په استازیتوب خبرې وکړې.
یادو ویناوالود سولې د بهیر، د حکومت د اصلاحاتو او ملي برناموبشپړ ملاتړ وکړ او د سولې د مذاکراتو په برخه کې یې د حکومت واضح، قانوني او برحقه دریځ وستایه.
د ملي شورا استازو د افغانستان د دفاع په برخه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا، اتلوليو او سرښندنو قدرداني وکړه او یو ځل بیا یې له هغوی څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
یادو استازو د خپلو ویناو پرمهال وویل، د اړتیا پرمهال به د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي ګټو او ملي ارزښتونو د دفاع په خاطر د خپلو زړورو ځواکونو تر څنګ د دښمن پر وړاندې د دفاع او مبارزې په سنګرونو کې وجنګېږو.
یادو وکیلانو او سناتورانو په ټینګار وویل، د هېواد او ولس دفاع سرښندنې ته اړتیا لري او موږ تل دغې قربانۍ ته د احساساتو نه، بلکې د معقولیت، وطن دوستۍ او ملي مسوولیت په اساس تیار یوو.
یادو ویناوالو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیز، هڅونې او هغوی ته د روحیې ورکولو په برخه کې د جمهور رئیس کړنې او هلې ځلې وستایلې او په دې برخه کې یې د هغه د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
جمهور رئیس غني د ملي شورا استازو څخه د مننې پرمهال وویل، د افغانستان د عظیم ملت له استازو څخه مننه چې تل یې په ګډه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کړی دی.
جمهور رئیس د ملي شورا استازو ته په خطاب کې وویل، ستاسو حضور د افغانستان دښمنانو ته دا واضح پیغام ورکوي چې د دولت د درې ګونو قواو تر منځ اختلاف نشته او ټول د ملي مسایلو په اړه توافق او همغږي لري.
د هېواد جمهور رئیس د ولسي جرګې له استازو څخه د کورنیو چارو وزیر او لوی څارنوال ته د باور رایې د ورکولو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، تاسو په هغه ورځ نړیوالو ته د افغانستان د وحدت پیغام ورکړ.
جمهور رئیس د ملي شورا د استازو دغه ملي روحیه وستایله چې د افغانستان د دفاع په خاطر د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره سرحدي او د جنګ لومړیو کرښو ته تګ ته تیار دي. هغه زیاته کړه، ستاسو د وطن دوستۍ دغه روحیه ولس او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډاډ او روحیه ورکوي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، چې په تدبیر، عقل او تمرکز موخپل حقانیت نړۍ ته تثبیت کړ او له همدې امله نړۍ او د سیمې اکثره هېوادونه په قوت زموږ د برحقه دریځ ملاتړ کوي.
جمهور رئیس غني وویل، د باعزته سولې غوښتونکو ته مو غېږې خلاصې دي، خو هغوی چې جنګ غواړي د دوی پر ضد باید ټول نړیوال همکاران هم قوه استعمال کړي. له همدې امله د افغانستان نړیوال همکاران زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو هر اړخیزه مرسته کوي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، په درې اړخیزو او څلور اړخیزو مذاکراتو کې مو د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا مطلق حاکمیت پر پاکستان ومانه او په ډاګه مو ورته وویل، چې پاکستان د افغانستان ملت او دولت سره په نا اعلان شوي جنګ اخته دی. هغه زیاته کړه، د جنګ د تعریف او د برحقه دریځ له امله د سولې لپاره زموږ پرمختګ نوي ابعاد ایجاد کړي دي.
محمد اشرف غني په ټینګار وویل، هیڅ وخت له نړیوالو او سیمه ییزو ترهګرو سره سوله نه کوو او له دې پاکې خاورې څخه د دوی تر نابودۍ پورې د هغوی پر ضد مبارزه کوو، ځکه زموږ ماشومان، ښځې، علما او هېوادوال شهیدانوي.
جمهور رئیس غني وویل، د عقلانیت، منطق او استدلال په قوت مو د امریکا متحده ایالات او د افغانستان نړیوال همکاران له افغانستان سره دوامداره همکاریو ته قانع کړل.
د هېواد جمهور رئیس اوسني مهم تاریخي پړاو ته په اشارې چې افغانستان په کې قرار لري وویل، زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو قوت، ملي اراده او سیاسي وحدت د جنګ په میدان کې د سولې لار تامینوي. هغه زیاته کړه، د دفاع له ارادې پرته یوازې د مذاکراتو له لارې موجوده ستونزې نه حل کېږي.
جمهور رئیس د ملي شورا له استازو څخه وغوښتل چې د بین الافغاني سولې په برخه کې کوښښ وکړي او زیاته یې کړه، د افغانانو تر منځ زرګونه رشتې شته، چې له هغو څخه په ګټه اخیستنې معترض او منتقد هېوادوال کولای شي له پردیو څخه ځانونه جلا کړي.
جمهور رئیس غني وویل، هغوی چې د افغانستان په خاوره کې د پرمختګ په خاطر پردیو عسکرو ته سرحدي نقطې ورښیي او نورو ته جاسوسي کوي د دې خاورې اولادونه نه دي، ځکه واقعي بچی د دې خاورې د ساتنې او دفاع لپاره قرباني ورکوي.
محمد اشرف غني وویل، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د نورو کلونو په پرتله جنګ ته سرتاسري تیاری او پیاوړې اراده لري. نوموړي د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو اراده بې نظیره وبلله.
محمد اشرف غني د ملي شورا استازو ته په خطاب کې وویل، په خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو وویاړئ، ځکه دوی واقعاً وښودله چې همت، توانایي او ظرفیت لري.
جمهور رئیس غني وویل، د ملي شورا تالار څخه چې هر ځل د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ غږ پورته شوی او د دوی د شهیدانو یادونه او د ټپیانو پوښتنه شوې، نو زموږ ځواکونوته یې روحیه او ډاډ ورکړی.
هغه زیاته کړه، هرځل چې یو وکیل یا سناتور خلک د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت په لیکو کې جذب ته هڅولي، نو د امنیتي او دفاعي ځواکونوارادې ورسره لا زیاتې پیاوړې شوې دي. هغه څرګنده کړه، له زرګونه امنیتي او دفاعي ځواکونو سره چې زه غږېدلی یم، دوی ټول د سیاسي قشر همغږي او یووالی غواړي.
محمد اشرف غني سوله د هر افغان په ځانګړي ډول د ماشومانو او میندو اساسي غوښتنه وبلله او زیاته یې کړه، باعزته، پایداره او قانوني سولې ته ژمن یوو.
جمهور رئیس په هېواد کې روانه جګړه یوه فتنه وبلله او د هېواد له دیني علما و څخه یې وغوښتل چې د اسلام د مبارک دین د ارشاداتو په اساس دې د دغې فتنې پر ضد د تل په څېر د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ودرېږي.
محمد اشرف غني وویل، ترهګر په افغانستان او د ولس په منځ کې ځای نه لري، ځکه زموږ ولس، سوله، پرمختګ او هوسایي غواړي.


د مطلب کود: 125229

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/125229/جمهور-رئیس-غني-د-هېواد-امنیتي-او-دفاعي-ځواکونه-سیاسي-قشر-همغږي-یووالی-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com