کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ کې د قرقین ولسوالی لپاره طالبانو نومول سوی ولسوال د خپلو کسانو سره وژل سوی دی

24 جدی 1396 ساعت 9:36

د دولت مسلح مخالف ډلې، تیره شپه د بلخ په ولایت کې د شورتیپه په ولسوالی کې څو امنیتی پایګاوو د نیولو لپاره پراخ عملیات شروع کړی وو چی د هغوی د ډیرو تلفاتو لامل وګرځید.


د آوا په ریپورت سره، طالبان تیره شپه د شورتیپه په ولسوالی کې د امنیتی ځواکونو پر پایګاوو باندی برید کړی دی. طالبان دا مقصد ته رسیدو لپاره، د جوزجان په ولایت کې هم خپلو کسانو څخه مرسته غوښتنه کړی چی امنیتی ځواکونه هغوی بریدونو ته وتوانیدل چی ځواب ورکړی. په دی نښته کې، مولوی عبدالحق، د طالبانو نومول سوی ولسوال د قرقین ولسوالی لپاره د ۱۷ تنو سره وژل سوی دی. د یادولو وړ دی چی طالبان د افغانستان په شمال او ختیځ کې د خپلو عملیاتونو په اړه بیانیه خپور کړی دی؛ خو ددی ولسوال د وژل کیدو په اړه څه نه دی ویلی.


د مطلب کود: 156326

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156326/په-بلخ-کې-د-قرقین-ولسوالی-لپاره-طالبانو-نومول-سوی-ولسوال-خپلو-کسانو-سره-وژل-دی

آوا
  https://www.avapress.com