کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وسله والو په نورستان کې د سړک جوړونې شرکت یو کار کوونکی وژلی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 جدی 1396 ساعت 11:53


 نورستان نورګرام ولسوالۍ کې نا پېژاندو وسله والو د سړک جوړونې شرکت یو کار کوونکی وژلی او دری نور یې ټپیان کړي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د منډول ولسوالۍ د سړک جوړونې شرکت کار کوونکي تېره ورځ له کار نه وروسته لغمان ولایت ته روان و چې د نورګرام او دواب ولسوالیو ترمنځ د سړک په اوږدو کې ورته کمین نیول شوی او د برید په نتیجه کې یو تن وژل شوی او دری ټپیان دي.

والي وایي، ټپیان د درملنې لپاره روغتو ن ته رسول شوي دي.

تر اوسه د دولت کومې وسله والې مخالفې ډلې د یادې پېښې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.


د مطلب کود: 156200

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156200/وسله-والو-په-نورستان-کې-د-سړک-جوړونې-شرکت-یو-کار-کوونکی-وژلی

آوا
  https://www.avapress.com