کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان پولیسو د معاشونو د بودجې په اړه د "سیګار" اندېښنه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 میزان 1393 ساعت 14:15


د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د ملي پولیسو د معاشونو د بودجې په اړه د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ته خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا د مرستو خاص پلټونکي جان سپکو د دوشنبې په ورځ په دوو مکتوبونو کې د دې پیسو یا بودجې د بې نظمیو یادونه کړي ده. دی وایي، ۲۳ اعشاریه اته میلونه ډالره د افغانستان د ملي پولیسو له معاشونو څخه د تقاعد په نامه ګرځول شوي؛ خو کسان یې ممکن هیڅ شتون ونه لري.
امریکا او نورو مرستندویانو له ۲۰۰۲م کال راهیسې د افغانستان د ملي پولیسو بودجې ته شاوخوا درې اعشاریه ۱۷ میلیارده ډالر اچولي دي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د جان سپکو د لیکونو په ځواب کې لیکلي؛ دا اداره د افغانستان د ملي پولیسو د بودجې مسووله نه ده او خپله اندیښنه یې افغان حکومت ته څرګنده کړې ده.
دوی وایي، له افغان حکومت سره یې د پولیسو د معاشونو او بودجې د څیړنې په مقصد یوه ګډه کاري کمیټه جوړه کړې ده.


د مطلب کود: 100032

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100032/د-افغان-پولیسو-معاشونو-بودجې-په-اړه-سیګار-اندېښنه

آوا
  https://www.avapress.com