کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اختر په ورځو کې په کابل کې د جنايي جرمونو په تور ۱۲ ډلې نیول شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 میزان 1393 ساعت 20:51


د کابل امنیه قومندان وايي چې، د اختر په ورځو کې یې د ښار په بیلابیلو برخو کې د جنايي جرمونو په تور ۱۲ ډلې نیولي دي.
جنرال ظاهر ظاهر نن په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې دغو کسانو په وژنو او غلاو کې لاس درلود.
ښاغلي ظاهر همدارنګه زیاته کړه چې؛ د اختر په ورځو کې یې په کابل کې کلک امنیتي تدابیر نیولي وو او په دغه ورځو کې هیڅ امنیتي پيښه نه ده رامنځته شوې.


د مطلب کود: 100063

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100063/د-اختر-په-ورځو-کې-کابل-جنايي-جرمونو-تور-۱۲-ډلې-نیول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com