کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې ۱۲ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 19 میزان 1393 ساعت 13:41


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کندز ، کندهار ، ارزګان ، پکتیکا او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۲ تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول،   ۱۰ تنه ټپیان او۳  تنه د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شول.
په یادو عملیاتو کې یوه  اندازه  وسلې او مهمات  هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي  .
همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ،۲ کړۍ  ماینونه  چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د خوست  او پکتیا ولایتونو  په  اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.


د مطلب کود: 100197

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100197/د-امنیتي-ځواکونو-چاڼیزو-عملیاتو-په-لړ-کې-۱۲-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com