کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دوو ملکي وګړو او د یو قوماندان په ګډون ۲۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

19 میزان 1393 ساعت 15:47


 د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په سیبک،ادم خیل،امبوخاک او فقیري سیمو کې تېره شپه د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۱۸ طالبان وژل شوي او دوه ملکي وګړې ټپیان شوي دی .
د چک ولسوالۍ په سیبک،ادم خیل او فقیري سیمو کې تېره شپه د بېلابېلو هوایي عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو لوړ پوړی قوماندان ملاقاسم د ۱۷ نورو وسله والو مخالفینو سره وژل شوي دي .
په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان ندی اوښتی.
د یو بل خبر له مخې د چک ولسوالۍ په امبوخاک سیمه کې د محمد اکبر په نوم یو کس د خپل منځې شخړې له امله یو پلار او زوی په ډزو سره ټپيان کړي دي .
د محمد اکبر خان په نوم یاد کس له پېښې وروسته د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوی .


د مطلب کود: 100218

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100218/دوو-ملکي-وګړو-او-د-یو-قوماندان-په-ګډون-۲۰-وسله-والو-طالبانو-ته-مرګ-ژوبله-واوښته

آوا
  https://www.avapress.com