کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۲۵ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 23 میزان 1393 ساعت 12:04


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کنړ، ننگرهار، بغلان، کندز،کندهار، کاپیسا، لوگر او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۴ تنه ټپیان شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۱۴ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د لوګر، هرات ، فراه او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.


د مطلب کود: 100418

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100418/۲۵-تنه-ترهګر-طالبان-د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com