کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئيس احمدزي په کابل کې د انګلستان له سفير او د دغه هېواد د نړيوالې پرمختیايي ادارې له رئيس سره وکتل

23 میزان 1393 ساعت 16:45


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي نن غرمه په کابل کې د انګلستان له سفير ښاغلي ريچارد ستګ او د انګلستان د نړیوالې پرمختیايي ادارې له رئيس ښاغلي مارک سره په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړيکو پر پراختیا او د افغانستان حکومت د لومړیتوبونو له مخې، د انګلستان د مرستو د برابرولو پر څرنګوالي خبرې وشوې.
په دغه غونډه کې د افغانستان او انګلستان حکومتونو د لندن د کنفرانس د ترتیباتو په اړه هم خبرې وکړې.
جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي په دې غونډه کې وویل: د لندن تر کنفرانس پورې به هڅه وکړو چې ځانګړې لاسته راوړنې ولرو، ترڅو افغانان او همداراز نړیواله ټولنه باوري شي چې د افغانستان حکومت د دغه هېواد د پرمختګ په برخه کې ژمن دی.
ډاکټر احمدزي هيله څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت به وکولی شي، د دغه کنفرانس له لارې د خپل هېواد لپاره بهرنۍ پانګونې راجلبې کړي.


د مطلب کود: 100450

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100450/جمهور-رئيس-احمدزي-په-کابل-کې-د-انګلستان-له-سفير-او-دغه-هېواد-نړيوالې-پرمختیايي-ادارې-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com