کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس احمدزی: له دې وروسته به په وسله وال پوځ کې ټاکنې د شایسته سالارۍ له مخې ترسره کيږي

23 میزان 1393 ساعت 20:13


د افغانستان جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د ملي اردو، ملي پولیسو او د ملي امنیت د قوماندانانو د ګډ کنفرانس په وروستۍ ورځ د وسله وال پوځ د منسوبانو اتلولي، میړانه او قرباني وستایله .
جمهور رئیس احمدزي وویل چې تاسو د افغانستان ملت او نړۍ ته دا ثابته کړه چې کولای شیء په مستقل ډول د خپلې خاورې ساتنه وکړیء او عامه نظم تامین کړیء.
د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان یو ځل بیا په دې ټینګار وکړ چې د وسله وال پوځ د منسوبانو قاتلین ورته د زغم وړ نه دي، باید محاکمه شي. ده زیاته کړه هرڅوک چې پر وسله وال پوځ برید وکړي له جدي او سراسري چلند سره به مخامخ شي.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي ټینګار وکړ چې د وسله وال پوځ ټول قربانیان شهیدان دي او هرڅوک چې ورته د شهید خطاب نه کوي د افغانستان له اساسي قانون او زموږ له اسلامي عقایدو څخه سرغړونه کوي.
ده د وسله وال پوځ چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د شهیدانو کورنیو ته دې د هغوی اساسي حقوق ور رسول شي او ماته دې بیرته اطمینان راکړل شي.
د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان لارښوونه وکړه هغه کسان چې د دې خاورې امنیت له خطر سره مخامخوي او غواړي د افغانستان خلکو ته ستونزې پیدا کړي وسله وال پوځ حق لري چې پر وړاندې قوه استعمال کړي.
ده وویل، وسله وال پوځ باید دومره پیاوړی وي چې څوک د دې جرات ونه لري چې پر وړاندې یې قوه استعمال کړي.
د هېواد جمهور رئیس په ملي اردو کې د مراتبو د سلسلې پر پام کې نیولو او د وسله وال پوځ د ارګانونو ترمنځ د بشپړې همغږۍ پر رامنځته کولو باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د خپلو نړیوالو همکارانو په همکارۍ به د هېواد هوایي ځواک په پښو و دروي.
ده ټینګار وکړ چې د وسله وال پوځ منسوبان باید خپل ملت ته ډاډ ورکړي چې د دوی په ځواک کې د وطن پرستۍ له سیاست پرته بل سیاست وجود نه لري . وسله وال پوځ وطن پرست دی، وطن پرست به وي او د تل لپاره به له دې خاورې څخه ساتنه وکړي.
جمهور رئیس د وسله وال پوځ او د افغان ولس پر نیږدې والي د ټینګار په ترڅ کې وویل: د افغانستان ولس له خپل وسله وال پوځ څخه ډیرې هیلې لري، هر څومره چې وسله وال پوځ خپلو خلکو ته نیږدي شي او ولس ورباندې باور پیدا کړي په هماغه اندازه به مو په هېواد کې امنیت هم ټینګ شي.
د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان ډاډ څرګند کړ هغه کسان چې د قانون او ضوابطو له مخې کار کوي، دی به یې له حقوقو څخه تل ملاتړ وکړي . په وسله وال پوځ کې کاري مصوونیت به د مسلک او حرفې له مخې خوندي وي.
ده ټینګار وکړ که چا په وسله وال پوځ کې په فساد لاس پورې کړ نو د هېواد د وسله وال پوځ د سر اعلی قوماندان په توګه به یې عاملینو ته شدیده جزا ورکړي.
ډاکټر احمدزي وویل چې له دې وروسته به په وسله وال پوځ کې ټاکنې د شایسته سالارۍ له مخې ترسره کيږي او هغه کسان چې جنرالۍ ته ترفیع کوي پخپله دی به د هغو له هر یوه سره نیم ساعت مرکه ولري.


د مطلب کود: 100468

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100468/جمهور-رئیس-احمدزی-له-دې-وروسته-په-وسله-وال-پوځ-کې-ټاکنې-د-شایسته-سالارۍ-مخې-ترسره-کيږي

آوا
  https://www.avapress.com