کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بغلان: د استناف محکمې ودانۍ ته نږدې په چاودنه کې دوه مدافع وکیلان ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 میزان 1393 ساعت 18:50


د بغلان ولایت استناف محکمې ودانۍ ته نږدې په چاودنه کې دوه مدافع وکیلان ووژل شول.
د دغه ولایت د والي ویاند محمود حقمل آزادي راډیوته وویل چې دا چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د دې ولایت په مرکز پلخمري کې وشوه.
د نوموړي په وینا چاودیدونکي مواد په یو کرولا موټر کې ځای پرځای شوي وو او موټر په په بشپړه توګه سوځیدلی دی.
د دې پیښې مسوولیت تراوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی.


د مطلب کود: 100528

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100528/بغلان-د-استناف-محکمې-ودانۍ-ته-نږدې-په-چاودنه-کې-دوه-مدافع-وکیلان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com