کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اشرف غنی له عالمانو وغوښتل د تلپاتی سولې غږ پورته کړی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 26 میزان 1393 ساعت 14:42


د افغانستان ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي پر علماوو غږ وکړ چی د تل پاتې سولې آواز پورته کړي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر احمدزي پرون غرمه د علماوو د سراسري شورا له رئيس او غړو سره په ارګ کې وکتل.د علماوو شورا ولسمشر ته د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو له کبله د مبارکۍ د ويلو په ترڅ کې له دغه حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د قتل، غلا، رشوت، قطاع الطریقې او د ځمکو د غصب پروړاندې جدي مبارزه وکړي.
جمهور رئیس د تل پاتې سولې په اړوند د علماوو رول مهم وباله او له دوی د هر یو څخه يې وغوښتل چې د تلپاتې سولې آواز پورته کړي.
علماوو په خپله اعلامیه کې له ولسمشر وغوښتل چې د نشه يي توکو د کښت، ترافیک، تولید او د کارونې پرضد جدي اقدام وکړي او همداراز حکومت دې ځوانانو ته د کار موندنې زمینه برابره کړي.د افغانستان علماوو سراسري شورا د حکومت څخه په هېواد کې د تل پاتې او سراسري امنیت د ټينګښت په برخه کې د هر اړخیزې هڅې غوښتنه هم وکړه.


د مطلب کود: 100591

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100591/اشرف-غنی-له-عالمانو-وغوښتل-د-تلپاتی-سولې-غږ-پورته-کړی

آوا
  https://www.avapress.com