کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"کابل د پراختیا پروژه به نړیوالې مناقصې ته وړاندې شي"

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 26 میزان 1393 ساعت 14:40


د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزی وايي، غواړي چې د کابل ښار ماسټر پلان ترسره کېدل (د کابل ښار د پراختیا پروګرام) په نړیواله کچه مناقصې ته وړاندې کړي.
د افغانستان ولسشر د جمعې په ورځ (۱۷ اکتوبر) د کابل د ښاروالۍ مسوولینو او مدني فعالانو سره په یوه ناسته کې وویل، چې د کابل ښار اوسنی حالت عصري او نويو اړتیاو ته ځواب نه شي ویلی او وايي، یوې بنسټېزې طرحې ته اړتیا لري.
د ښاغلي احمدزي په وینا، په راتلونکو ورځو کې به یو کمېسیون جوړ شي چې د ځانګړو معیارونو پر بنسټ ولسمشر ته د وړ کسانو نومونه وړاندې کړي او د همدې کسانو له منځه به د کابل ښاروال وټاکل شي.
ولسمشر وویل، چې د پروګرام له مخې به تر را تلونکو دوو کلونو پورې د ښاروالۍ ټاکنې تر سره شي خو له دې مخکې باید کمېسیون د مدني ټولنې د غړو په حضور کې ځانګړې څانکې او اړوند بنسټونه جوړ شي چې د ښاروال د ټاکلو لپاره اړین معیارونه ځانګړي کړي.
د اشرف غني په وینا دغه کمېسیون به همدارنګه دنده لري چې په کابل کې د پراخو ولسي بحثونو له مخې د پلازمېنې لس لومړنۍ ستونزې په ګوته کړې.
د ښاغلي احمدزي په خبره د ( ښاريتوب بحث ) پایله کې باید راتلونکو دوو کلونو پورې د یوه ځواب ورکونکي چوکاټ اډانه جوړه شي، چې د ښاروالي ټاکنې ترسره شي. اشرف غني له دغه کمېسیونه چې په راتلونکې که به جوړ شي وغوښتل چې د نړیوالو بریالۍ بېلګې مطالعه کړي او د عیني واقعتونو په نظر کې نیولو سره او د ټولنې وړاندیزونه د کابل ښار بنسټیزو ښېګڼو په پامې نیولو سره ولسمشر ته وړاندې کړي. په کابل ښار کې د اوسېدونکو شمېر په کره ډول معلوم نه دی، خو نارسمي شمېر ې په دغه ښار کې د اوسېدونکو شمېر له ۶ میلیونو کسانو لږ ښيي.


د مطلب کود: 100593

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100593/کابل-د-پراختیا-پروژه-نړیوالې-مناقصې-ته-وړاندې-شي

آوا
  https://www.avapress.com