کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندز: د افغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې 37 وسله وال طالبان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 میزان 1393 ساعت 20:02


د کندز چارواکي وايې چې د افغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې 37 وسله وال طالبان وژل شوي او 47 نور ټپیان دي.
د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادي راډيو ته وویل چې دا عملیات له لسو ورځو راهیسې پیل شوي وو چې نن پای ته ورسیدل.
نوموړي وویل چې پدې عملیاتو کې 10 کلي په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له ولکې خلاص شوي دي.
د ښاغلي حسیني په وینا په یادو تصفیوي عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.


د مطلب کود: 100624

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100624/کندز-د-افغان-ځواکونو-په-تصفیوي-عملیاتو-کې-37-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com