کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سرې میاشتې ادارې سره به د شاوخوا ۲ نیم میلیونو افغانیو مرسته وشي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 29 میزان 1393 ساعت 11:59


د میدان وردګو ولایت د نظامي او ملکي کارکوونکو له لورې د یوې ورځې تنخوا په ځانګړې کولو سره په دغه ولایت کې د سرې میاشتې ادارې سره د شاوخوا دوه نیم میلیونو افغانیو مرسته کیږي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ د بېلابېلو ادارو د مسؤلینو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې د سرې میاشتې رئیس محمد سلیم وردګ وړاندیز وکړ،ترڅو په دغه ولایت کې ټول نظامي او ملکي کارکوونکې دې د خپل یوې ورځې تنخوا سرې میاشتې ته ورکړي .
نوموړی زیاته کړه،په دغه ولایت کې د نظامي او ملکي کارکوونکو د یوې ورځې په تنخوا به دوی وکولای شي،چې له ګڼ شمېر بې وزله او اړینو کسانو د اړتیا پر مهال مرسته وکړي .
له یاد وړاندیز وروسته د ادارو د مسؤلینو له لورې پرېکړه وشوه،چې په دغه ولایت کې به میشت نظامي او د ملکي ادارو ټول کارکوونکي د خپل یوې ورځې تنخوا سرې میاشتې ته ورکړي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاني وویل : د کارکوونکو د یوې ورځې تنخوا به د مستوفیت له لارې په شفاف ډول د سرې میاشتې بانکي حساب کې زیاتی شي .
هغه د دغه کار د لا روښانتیا په موخه یو کمیسون ته دنده وسپارله،ترڅو موضوع تعقیب کړي او د مسؤلینو ترمنځ راتلوونکې غونډې ته بشپړ معلومات ورکړي.
تردې وړاندې وړاندې د دغه ولایت نظامی او ملکي کارکوونکو د یوې ورځې تنخوا په ځانګړې کولو سره د بدخشان د ارګو ولسوالۍ زیانمنو کورنیو ته دوه نیم میلیونه او پنځه ویشت زره افغانۍ مرسته ورکړې وه.


د مطلب کود: 100768

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100768/د-سرې-میاشتې-ادارې-سره-شاوخوا-۲-نیم-میلیونو-افغانیو-مرسته-وشي

آوا
  https://www.avapress.com