کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۳۵ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 29 میزان 1393 ساعت 12:57


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کندهار ، زابل، ارزګان ، غزنی او پکتیکا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۳۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۸ تنه ټپیان او۹ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۷ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار ، لغمان ، بلخ ، میدان وردک او لوګر ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.


د مطلب کود: 100771

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100771/۳۵-تنه-ترهګر-طالبان-د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com