کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د چین هېواد ته د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني احمدزي، د نیږدې کېدونکي سفر

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 میزان 1393 ساعت 17:13



د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی د چين د جمهور رئیس شي جینګ پینګ په رسمي بلنه په راتلونکې اوونۍ کې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هغه هېواد پلازمېنې بیجینګ ته درې ورځنی سفر کوي.
جمهور رئیس احمدزی به چین ته د خپل دغه درې ورځني سفر په ترڅ کې له خپل چینایي سیال شي جینګ پینګ سره پرکتنې سربیره د چین له صدراعظم او د پارلمان له رئیس سره هم وګوري.
د دغه سفر په لړ کې به د دواړو هېوادونو د جمهورو رئیسانو په حضورکې د افغانستان او چین ترمنځ د همکارۍ څو موافقه لیکونه هم لاسلیک شي.
جمهور رئیس احمدزی به د چین د خلکو جمهوریت ته د دغه رسمي سفر په څنډه کې د افغان او چینایي پانګوالو او سوداګرو په غونډه کې ګډون وکړي او د هغه هېواد له سترو تاسیساتو او بنسټونو څخه به هم لیدنه وکړي.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی به د بیجینګ ښار د شینهوا په پوهنتون کې وینا وکړي او په یوه ګردي میزکې به له یو شمېر کار پوهانو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخوکې د اړیکو، سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په باب خبرې وکړي.


د مطلب کود: 100798

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100798/د-چین-هېواد-ته-افغانستان-جمهور-رئیس-محمد-اشرف-غني-احمدزي-نیږدې-کېدونکي-سفر

آوا
  https://www.avapress.com