کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مسلمانان بایدپه اسلامی نړۍکې دتکفیری ځواک د ودې دلیلونه وپيژني او ورسره مقابله وکړي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 6 عقرب 1393 ساعت 14:40


 دلبنان د حزب ا...غورخنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا.... بیګا  دبیروت په جنوب کې  په الرویس ضاحیه سیمې کې په سیدالشهدا کمپلیکس کې  دمحرم میاشتې  ددریمې شپې په مناسبت د ویډیو ئي کنفرانس  له لارې پخپلې  وینا کې   وویل داسلام دڅيرې تشویش چې نن سبا دتکفیریانو له خوا تعقیبیږي، داسلام په تاریخ کې ئې هیڅ مخنینه  نه ده درلودلې .
سید حسن نصر ا...  ددې خبرې په کولو سره چې  دښمنانو په درستې نړۍ کې  دتکفیری لیدتوګې دپراختیا لپاره  په سلګونو میلیارډه ډالر لګولي دي ،روښآنه کړه  هغه څه چې نن سبا روان دي ، داسلام  ددین ،اسلامی امت او اسلامی ټولنې ګواښل دي او مسلمانان باید  په اسلامی نړۍ کې  دتکفیری ځواک  د ودې  دلیلونه وپيژني  او ورسره مقابله وکړي :
دلبنان دحزب ا... غورځنګ عمومی منیشي  په دې خبرې سره چې  تکفیری لیدتوګه  له اسلامه ددتیروتي فهم لامل شوې وویل تکفیری سرغنې هیڅکله  هم  په فلسطینی ټاټوبی کې  له صهونیسټانو سره په جنګ پسې نه دي .  هغه دغه راز ددې خبرې په بیانولو سره چې دتکفیری لیدتوګې سرچینه وهابیَت دی وویل  له دوه سوه کاله مخکې څخه  په عربی نړۍ کې  دیوه  نوي فکر بهیر وده وکړه  او ځيني حکومتونه  ئې په درستې نړۍ کې دپیاوړتیا اوپراختیا هڅه کوي.
سید حسن نصر ا...  دتکفیری لیدتوګې په مقابل کې دحقیقي اسلام  ددفاع او نړیوالو ته دمحمدي اسلام دمعرفي کولو لپاره  دشیعه اوسني مسلمانانو  دعالمانو پرمهم رول اومسئولیَت  ټينګار وکړ او  دتکفیری بهیر دخپریدا مخنیوی  ئې  یوه ضروری چاره وبلله.


د مطلب کود: 101201

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/101201/مسلمانان-بایدپه-اسلامی-نړۍکې-دتکفیری-ځواک-د-ودې-دلیلونه-وپيژني-او-ورسره-مقابله-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com