کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررییس غني د چین د ولسي جمهوریت د پارلمان له رییس سره وکتل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 عقرب 1393 ساعت 18:04


د افغانستان جمهور رییس ډاکټر محمد اشرف غني د چین د ولسي جمهوریت د پارلمان له رییس ژان دو ژیانګ سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې پرون ماښام د چین د خلکو په ستر سالون کې ترسره شوه، د چین د پارلمان رییس د دواړو هېوادونو د پارلمانونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت غوښتنه وکړه او هغه یې د دواړو پارلمانونو ترمنځ د تجربو د تبادلې لپاره مناسب فرصت وباله.
نوموړي د دې ترڅنګ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د پیاوړتیا او د فرهنګي اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه، په افغانستان کې یې د چینایي پانګوالو د امنیت مسله مهمه وبلله، وې ویل چې موږ له مالي او د توان له پلوه ستونزه نه لرو، خو چینایي شرکتونو ته د کاري چاپیریال د برابرولو په برخه کې د افغانستان همکاري غواړو.
د افغانستان جمهور رییس ډاکټر محمد اشرف غني د افغانستان او چین د پارلمانونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د تجربو له تبادلې څخه هرکلی وکړ او د افغانستان د ملي شورا په استازیتوب یې هغه ته بلنه ورکړه چې په یوه مناسب وخت کې افغانستان ته سفر وکړي.
ډاکټر غني همدا راز د اصلاحاتو د راوستلو، د افغانستان د زیربنایي ملي پلان او په افغانستان کې د امنیتي حالت د ښه والي په خاطر د افغانستان د نوي حکومت د جدي تصمیم په اړه د چین د پارلمان رییس ته معلومات ورکړل.
جمهور رییس سوله یوه مهمه اړتیا وبلله، وې ویل چې د ملي وحدت حکومت په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته ژمن دی او په دې برخه کې د چین د رغنده رول غوښتونکی دی.



--
--


د مطلب کود: 101347

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/101347/جمهوررییس-غني-د-چین-ولسي-جمهوریت-پارلمان-له-رییس-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com