دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 101431
دعراق حکومت دې له اهل تسنن قبایلو سره سملاسی مرستې وکړي

ایرناخبری آژانس راپور روکړ دعراق ستر دیني مرجع آیت ا.... سستاني پرون دجمعې له لمانځه وروسته  په  خپل پیغام کې چې په کربلا کې دهغه  یوه سلاکار ولوسته، ویل شوي دي  هغه څه چې دعراق حکومت ورته پابند دی، له هغو سنی میشته قبایلو سره سملاسي مرستې او دهغوي ملاتړ دی چې له داعش ترهه ګرو سره  دمبارزې په حال کې دي .
  دغه پیغام هم  په روانه اونۍ کې  دبغداد په لودیځي قبایلی سیمو کې  د لږترلږه  ۲۲۰قبایلو  په پانسی کیدو پسې  صادر شو .
آیت ا... سستاني  پرون دبغداد پر حکومت غږ کړی  داهل تسنن له قبایلو مبارزانو سره دې له هرډول مرستو سر نه غړوي .
ډيره کارپوهان وائي ، دا چاره  قبایلو ته دافرصت ورپه برخه کوي څو  دد اعش په ضد له مبارزانو سره یو ځاي شي
ددغه راپورپه اساس  دتیرې پنجشنبې په ورځې  دعراق په الانبار ولایت کې  دوه ډله ایز قبرونه موندل شوي دي چې  د البونمر قبیلې دکابو دوه سوه شلو کسانو مړي پکې موندل شوي دي چې د داعش جنایتکارو په لاس  له وژلو وروسته په ډله ایز ډول ښخ کړائ شوي  وو . چې زیاتره  مړي هم د پولیسو دافسرانو   اود هغوي دکورنیو  دي . 

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfmydyyw6dxja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته