کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتو د امنیت شورا، د داعش جنایتونه وغندل

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 10 عقرب 1393 ساعت 15:42


دملګرو ملتو دامنیت  شورا، په  عراق کی  د بی  ګناهو خلګو  د وژلی  د عواملو سره، د نړیوالی ټولنی او د دغه هیواد د دولت، د برخورد غوښتونکی شوه .
دریا نووستی  د رپوټ  په  اساس، د ملګرو ملتو د امنیت  شورا  غړیو، پرون  دیوی  بیانیی  په  صادرولو سره، د داعش  ترهه ګری  ډلی  په وسیله ، سړی  تښتونه، او د عراق  د الانبار په  ولایت کی، ددغه  هیواد دبی  ګناهو خلګو ډله  ایزه  وژله، وغندله .
دامنیت شورا په  دغه  بیانیه کی، له  داعش  تکفیری  ډلی  وغوښتل چی، د بشری حقوقو د قوانینو احترام  وساتی، او غیر پوځیان، تر خپلو ترهه ګرو هدفونو قربانی نه کړی .
د داعش  ترهه ګری  او تکفیری ډلی، دامریکا  او نورو لویدیځو هیوادونو په ملاتړ، له ۲۰۱۲ م  کال  څخه، په  سوریه کی خپل  ترهه ګر  اقدامونه  پیل کړل ، او د  ۲۰۱۴ کال  د جون  میاشتی راهیسی یی  هم، د خپلو حملو لمنه د عراق  شمال  او لویدیځ  ته   ارته  کړی ده .


د مطلب کود: 101432

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/101432/د-ملګرو-ملتو-امنیت-شورا-داعش-جنایتونه-وغندل

آوا
  https://www.avapress.com