دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 102300
ننګرهار: د طالبانو یومهم قومندان له خپلوڅلورو ملګرو سره وژل شوی

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو یومهم قومندان له خپلوڅلورملګرو سره وژل شوی.
د دې ولایت امنیې قومندان پاسوال فضل احمد شيرزاد وايي، دغه کسان تیره شپه په هسکې مینې ولسوالۍ کې د ایساف ځواکونو په هوایي حمله کې وژل شوي دي.
شیرزاد وايي، وژل شوی قومندان ایمل نومیږي او هغه څوک و، چې په هسکې مينې ولسوالۍ کې يې ښونځي تړلي و او خلک يې ځورول.
وسله والو طالبانو د یادې پيښې په اړه تراوسه رسنیوته څه نه دي ویلي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbg5b8grhbgfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته