دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۴۲
د مطلب کود : 102316
دعراق په العظیم سیمه کی، د داعش د قومندانۍ ډیر مرکز وموندل شو

د مهر  د خبری  آژانس  د رپوټ  په  اساس، دعراق  د پارلمان  د ټوریسټی  چارو د کمیسیون  غړی، حسین  الشریفی، پرون  وویل : داعش  ترهه ګری  ډلی، د عراق  د نینوا او صلاح الدین   ولایتونو لرغونی  آثار، غلا کړی، او اسرائیلو او امریکا ته  یی  قاچاق کړی  دی .
له بلی  خوا، د عراق  د الخالص  سیمی   ولسوال، عدی  خدران، وویل :  د دی  هیواد  د پوځ  د پنځمی  فرقی   اطلاعاتی  ځواکونو، د بعقوبی  په  شمال کی، د العظیم  بند په  شاوخوا، ترځمکی  لاندی  د داعش  ترهه ګری  ډلی، د قومندانۍ  یو ډیر ستر  مرکز   موندلئ دئ .
ده  زیاته کړه : دغه  مرکز، د لس هاؤو مټرو په   اوږد والی، د یو ټونل  سره  مرتبط  دئ، او له  دغه  مرکز  څخه، په  العظیم کی  د داعش  د سرغڼو   د غونډی  دکیدو لپاره  استفاده  کیدله .
د ویلو ده ، دعراق  پوځی  ځواکونو، او ؤلسی  داؤ طلبو قواؤو  وکړای شول چی  د بغداد په  شمال کی، د العظیم  ستر بند چی، په  تیرو  پنځو میاشتوکی، د داعش  ترهه ګرو تر نیواک  لاندی ؤ؛ آزاد کړی .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcizrazqt1aup2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته