کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني د ولسي جرګې لخوا د افغانستان ـ امریکا او افغانستان ـ ناټو ترمنځ د امنیتي تړونونو د تائید هرکلی کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 قوس 1393 ساعت 14:05


 د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ولسي جرګې لخوا د افغانستان ـ امریکا او افغانستان ـ ناټو ترمنځ د امنیتي تړونونو د تائید هرکلی کوي او په عینې وخت کې په مشرانو جرګې هم غږ کوي چې د دغو تړونونو د تائید لپاره په ورته اقدام لاس پورې کړي.
جمهور رئیس غني د افغانستان ـ امریکا او افغانستان ـ ناټو ترمنځ د امنیتي تړونونو تائیدول د افغانستان د ملي حاکمیت د ټینګښت لپاره یو ښه اقدام بولي او وایي چې د دغو تړونونو له مخې به د افغانستان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د ټولو امنیتي چارو بشپړکنټرول په خپل لاس کې ولري او همدا راز
دغه ځواکونه به لا پیاوړي او سمبال شي.


د مطلب کود: 102656

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/102656/جمهور-رئیس-غني-د-ولسي-جرګې-لخوا-افغانستان-امریکا-او-ناټو-ترمنځ-امنیتي-تړونونو-تائید-هرکلی-کوي

آوا
  https://www.avapress.com