کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۴۰ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 3 قوس 1393 ساعت 12:49


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې زابل، میدان وردک ، کندز ، تخار ، بغلان ، ننګرهار ، نورستان ، لوګر او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۴۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۱۵ تنه ټپیان او ۱۱ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، یوه کړۍ ماین چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د پکتیکا ولایت په اړونده سیمی کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شو.


د مطلب کود: 102715

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/102715/۴۰-تنه-ترهګر-طالبان-د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com