کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تکفیری ډلې دلویدیځوالو په لاسونو کې لوبتکې جوړې شوي دي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 3 قوس 1393 ساعت 13:43


ایرناخبری آژانس راپورورکړ دمراکش یوه متفکر ددې خبرې په کولو سره چې تکفیری ډلې دسپيرې ښکارندې په توګه دلودیځوالو لوبتکې جوړې شوي دي روښآنه کړې ، تکفیریان په اصل کې دصهونیسټانو او دنړیوال امپرالیزم دسپيرو موخو دپوره کیدا لپاره په جوهر بدلې شوي او دهغوی په پل پښې ږدي .
مراکشي متفکر سید ادریس هاني او د یمن دصوفی مجلس مشر شیخ عبدالناصر جونیدبیګا دایران له دوهم ټيلیوژني چینل سره په خبرو کې وویل دتکفیری ډلو اصلي موخه دمسلمانانو په ضد دسیمې ناکراره کول دي او دوي غواړي داسلامی هیوادونو امنیت سره ګډ وډ کړي څو په وحشي توب او ویره اچونې سره خپلو سپیرو موخو ته ورسیږي .
سید ادریس هاني زیاته کړې تکفیری ډلې غواړي چې له اسلامی نړۍ سوله ایز ژوند واخلي ،ځکه داسلامی هیوادونوترمینځ سوله ایز ژوند دصهونیسټانو ګټې له خطرې سره مخامخ کوي .
دغه مراکشي متفکر روښآنه کړې ترهه ګرو ډلو په سورئې په یرغل سره هڅه وکړه دمقاومت دخورا وروستۍ عربي حوزې په توګه دغه هیواد نابود کړي
دیمن دصوفی مجلس مشر شیخ عبدالناصر جنید هم په دغو خبرواترو کې په دې باب چې ولې تکفیری ډلې ددې په ځاي چې داسرائیلو په ضد راپورته شي ، دسورئې ،یمن ،عراق مسلمانو هیوادونو باندې ئې حملې کوي ، وویل ، دتکفیر او ترهه ګرۍ ترمینځ هیڅ څرګند توپیر نشته او په همدې دلیل ده چې دوي په حقیقي دښمن پسې نه دي ، په حقیقت کې ددوي واقعي دښمن اسلام دی او په همدې دلیل ده چې نه یوازې دصهونیسټ رژيم په ضد جنګ نه کوي بلکې پخپلو تش په نامه جهادونو کې اصلی هدف هم مسلمانان ګرځولي دي . هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې داسلامی نړۍ وحدت او یووالی ضروری دی روښآنه کړه ، اسلامی هیوادونه باید دتکفیری ډلو له سترې خطرې سره دمقابلې لپاره خپل ټول امکانات غونډ کړي او استفاده ترې وکړي .


د مطلب کود: 102719

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/102719/تکفیری-ډلې-دلویدیځوالو-په-لاسونو-کې-لوبتکې-جوړې-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com