د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ياده چاودنه تاييد کړه او ويې ويل چې دغه پېښه د لاسي بم د چادونې له امله رامنځته شوې ، چې مرګ ژوبله نه لري .
دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر رنسو د عیني شاهدانو له خولې ویلي چې چاودنه د ملي اردو د موټر په کتار شوې ده.
يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې د پېښې په تړا يوتن نيول شوى او پوښتنې ترې روانې دي .
دا په داسې حال کې ده ، چې نن سهار د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې هم چاودنې د ملي اردو ٧ کومانډو سرتېري ټپيان کړل.