کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بریتانیا په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت ختم کړ

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 4 قوس 1393 ساعت 14:54


بریتانیا په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت ختم کړ او خپل ټول پاته عسکر یې د افغانستان له جنوب څخه وایستل.
د دوشنبې په ورځ د بریتانیا د شاهې هوایي ځواک د پوځیانو په ویاړ د کندهار هوایي اډه کې د مخه ښي مراسم جوړ شوي وو.
د بریتانیا دفاع وزیر په یوه بیان کې ویلي؛ د برتیانیا وسله وال ځواکونه د افغانستان په جنوب کې د خپلو عملیاتو په بشپړولو ویاړي.
له ۲۰۰۱ کال راهیسې ۴۵۳ تنه انګلیس عسکر د افغانستان په جګړو کې وژل شوي دي.
انګلیس پوځیان به په ۲۰۱۵م میلادي کال کې د افغانستان پوځي اکاډمۍ کې د افغان افسرانو د روزنې چارې څاري او د افغان ځواکونو په روزنه کې به مرسته کوي.


د مطلب کود: 102810

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/102810/بریتانیا-په-افغانستان-کې-خپل-جنګي-ماموریت-ختم-کړ

آوا
  https://www.avapress.com