دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۵۵
د مطلب کود : 102969
د لندن کنفرانس لپاره د وروستي چمتوالي په هدف نن په کابل کې یوه غونډه جوړه شوه
د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس لپاره د وروستي چمتوالي په هدف نن په کابل کې یوه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې مشري یې د مالیې سرپرست وزیرحضرت عمرزاخیلوال کوله هیله وشوه چې د لندن په کنفرانس کې نړېواله ټولنه د خپلو مرستو د تجدید ترڅنګ د افغانستان د خودکفا کیدو په لاره کې هرډول هڅو ته زمینه برابره کړي.
ښاغلي زاخیلوال وویل افغان حکومت به د لندن په کنفرانس کې په ډاګه کړي چې د توکیو له کنفرانس نه راهیسې نړېوالې مرستې څومره اغیزمنې تمامې شوي دي.
د لندن کنفرانس د توکیو د کنفرانس په تعقیب له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستې او همکارۍ د اعلان په هدف جوړیږي.
کارپوهان ټینګار کوي چې د لندن په کنفرانس کې باید د افغانستان لومړیتوبونه په پام کې ونیول شي او هڅه وشي چې له پوره چمتوالي سره پکې برخه واخیستل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcceiqso2bqxo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته