دخپریدو نیټه :شنبه ۸ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 103036
په عراق کی د قرآنکریم په نسبت، په سپکاوی کی د داعش نوئ اقدام

دعراق  امنیتی  سرچینو، په  قرآنونوکی  د بم  په  ایښودلوکی، د داعش  د تکفیری  او ترهه ګری  ډلی  د عناصرو له  اقدام  څخه  خبر  ورکړ .
د مصر  چاپ  د الیوم  السابع   ورځپاڼی  د  ویب  سایټ  د رپوټ  له  مخی، د عراق  د دیاله  د ولایتی  شورا  د امنیتی  کمیسیون  رئیس، صادق الحسینی،  پرون  وویل :  د چاودنو  د څیړنی   ځانګړو  امنیتی  ډلو،  د سعدیه  او جلولا  په   دؤو سیموکی، د کورونو او عبادت  ځایونو د پاکسازۍ  په  عملیاتوکی، یو شمیر  قرآنونه  وموندل  چی،  په  پیچلی  توګه، د داعش  ترهه ګری  ډلی  د عناصرو په  وسیله، د هغو په  منځ کی  بمونه  ایښودل شوی  ؤو.
الحسینی  د ترهه ګرو د دغه  اقدام  په  غندلو سره، هغه د مقدساتو په  ضد یو جنایت  وباله، او زیاته یی کړه :  له  دغه  کار څخه  د داعش  د عناصرو هدف؛ د عراق  د ؤلسی  او امنیتی  قواؤو  وژل  دی .
د ده  له  قوله، په  قرآنونوکی  بم  ایښودل؛ د داعش  د ترهه ګری  ډلی  رښتنې  څیره  ښیی .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcippazqt1auu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته