کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۱۱ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 قوس 1393 ساعت 10:20


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې پروان ، بلخ ، کندهار ، پکتیا او فراه ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۲ تنه ټپیان شول .

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، دو کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار او نیمروز ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.


د مطلب کود: 103152

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/103152/۱۱-تنه-ترهګر-طالبان-د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com