دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 103285
د کابل پولیسو ۱۲ تنه د غلا، قاچاقو او نشه يي توکو د پلور په تور ونیول
د کابل پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتو کې ۱۲ تنه د غلا، قاچاقو او نشه يي توکو د پلور په تور د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ونیول.
شپږ تنه د غلا په تور د کابل ښار په څلورمې، اومې او لسمې امنیتي حوزو اړونده سیمو کې نیول شوي چې د کورونو څخه یې د اجناسو په غلاو کې لاس درلود نیول شوي دي.
څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور له شپږو کیلو ګرامه تریاکو او یوه عراده کرولا موټر سره د اومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نیول شوي دي.
دوه تن د نشه يي توکو د پلور په تور د کابل ښار اومې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې نیول شوي او اعتراف یې کړی چې، نشه يي توکو روږدو کسانو باندې یې نشه يي توکي پلورل.
د افغانستان ملي پولیس په ځانګړې توګه د کابل پولیس شپه او ورځ زیار باسي څو د امن، باثباته او ډاډمن امنیت په موخه د هر راز جرایمو پروړاندې کړندئ مبارزه وکړي او په دغه لار کې هيڅ راز سپمونه ونه کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcevx8znjh87wi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته