په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کندهار، لوګر، خوست، ارزګان، میدان وردک، پکتیکا، غزنی، کندز، بغلان، نورستان او کنړ ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۳ تنه ټپیان او ۴ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ، ۹ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار او کندهار ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.