کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئيس غني د حکومت له پخوانيو وزیرانو سره د مخه ښې په موخه ليدنه وکړه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 18 قوس 1393 ساعت 14:05


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون ماښام د حکومت له پخوانيو وزیرانو سره د مخه ښې په موخه ليدنه وکړه.
په دغه ليدنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د جمهور رئيس لومړي مرستیال سترجنرال عبدالرشید دوستم، د جمهور رئيس دویم مرسیتال قانونپوه سرور دانش، د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او داجرائيه رئيس لومړي مرستیال انجنير محمد خان هم حضور درلود، جمهور رئيس غني د افغانستان خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې د پخوانيو وزیرانو له هڅو څخه مننه وکړه.
جمهور رئيس وویل چې ستاسو له تجربو، پوهې او ليدلورو څخه مو استفاده وکړه او په ګډه مو دغه پړاو تېر کړ.

محمد اشرف غني زیاته کړه چې راتلونکې میاشتې او کلونه پر موږ ټولو پورې اړه لري او په دې لړ کې به ستاسو رول او مشورو ته هم اړتیا ولرو.

په دغه غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله هم خبرې وکړې، د پخوانيو وزیرانو له همکارۍ څخه يې مننه وکړه او څرګنده يې کړه چې د ملي یووالي حکومت له جوړېدو څخه وروسته د دوو میاشتو په ترڅ کې د همکارۍ هغه روحیه چې تاسو لرله، ستاسو له مشورو څخه مو ګټه پورته کړه او په چارو کې هم ځنډ رامنځته نه شو.

د هېواد د پوهنې پخواني وزير فاروق وردګ د حکومت د پخوانيو وزیرانو په استازيتوب خبرې وکړې او د تېرو دوو میاشتو په موده کې يې د جمهور رئيس او د اجرائيه رئيس له باور څخه مننه وکړه.
نوموړي وویل چې موږ او تاسو په تېرو ۱۳ کلونو کې د قومیت، ګوند او سیاسي سلیقو له مخې ګډ کار نه کاوه، بلکې زموږ ملي اهدافو، موږ د یو واحد ټيم په توګه ساتلي ؤ.


د مطلب کود: 103623

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/103623/جمهور-رئيس-غني-د-حکومت-له-پخوانيو-وزیرانو-سره-مخه-ښې-په-موخه-ليدنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com