کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د رسنيو دفتر له لوري، پنځه لس ښځينه مدني فعالينو ته د رسنيزو معلوماتو په برخه کې پنځه ورځنی ورکشاپ پيل شو.

23 قوس 1393 ساعت 11:00


په ننګرهار کې د رسنيو دفتر له لوري، پنځه لس ښځينه مدني فعالينو ته د رسنيزو معلوماتو په برخه کې پنځه ورځنی ورکشاپ پيل شو.
د ورکشاپ د پيل په مراسمو کې د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر مشر احمد ضياء عبدالزي وويل، چې دغه ښوونيز کورس يې د ننګرهار والي په لارښوونه  په ننګرهار کې د ښځينه فعالينو لپاره برابر کړی .
د هغه په وينا د ورکشاپ ګډونوالو ته په پنځو برخو کې، چې د مرکې کولو تخنيکونه،رسنيز مديريت،په افغانستان کې د رسنيو وضیعت،ټولنيزې رسنۍ او مدني ټولنو پېژندنې په برخه کې به د درې تنو لايقو او تجربه لرونکو استادانو له لوري زده کړې ورکول کيږي.
د عبدالزي په وينا له دغه ورکشاپ څخه يې موخه داده، چې ښځينه فعالين د رسنيزو قوانينو په اړه معلومات ترلاسه، رسنيو سره اړيکې پيدا او د خبرو پرمهال رسنيو سره په مناسبه بڼه معلومات شريک کړي.
عبدالزي زياته کړه، چې د ننګرهار رسنيو دفتر د نورو کارونو په خوا کې د ظرفيت لوړونې پروسه پيل کړې، چې تر دې وړاندې يې هم د امنيتي او ملکي ادارو وياندويانو، ژورناليستانو، علماء کرامو او د مدني ټولنو غړو ته د رسنيو په برخه کې ورکشاپونه ترسره کړي او دا هم د تيرو ورکشاپونو د لړۍ دوام دی.
هغه هيله وښوده، چې په  راتلونکې کې به هم داډول ورکشاپونه په ننګرهار کې ميشتو ادارو ته برابر کړي.



د مطلب کود: 103846

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/103846/په-ننګرهار-کې-د-رسنيو-دفتر-له-لوري-پنځه-لس-ښځينه-مدني-فعالينو-ته-رسنيزو-معلوماتو-برخه-ورځنی-ورکشاپ-پيل-شو

آوا
  https://www.avapress.com