کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئيس غني د افغانستان د کرکېټ ملي ټيم د هېواد لپاره ویاړ وباله

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 23 قوس 1393 ساعت 15:42


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار دافغانستان د کرکېټ بورډ له نوي ټاکل شوي عمومي رئيس او د دغه بورډ له غړو سره وکتل.
جمهور رئيس غني د افغانستان د کرکېټ ټيم یو ملي وياړ وباله او ويې ویل چې دغه بورډ به په خپلواکه توګه خپلې چارې ترسره کړي او د ملي ټيم لوبغاړو ته باید تل ځانګړې پاملرنه وشي.
جمهور رئيس د افغانستان کرکېټ بورډ ته د لا بریالیتوب د هيلې د څرګندولو په ترڅ کې وویل چې هند،پاکستان او سريلانکا هم ورسره د کرکېټ بورډ د پرمختګ په برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده.
د افغانستان د کرکېټ بورډ نوي رئيس نسیم الله دانش ډاډ څرګند کړ چې د یوه منظم پلان له مخې به په دقت سره د کرکېټ د ملي ټیم د لا پیاوړتیا لپاره کار وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئيس غني د یوه حکم پر اساس، ښاغلی نسیم الله دانش د افغانستان د کرکېټ بورډ د عمومي رئيس او ښاغلی شفیق الله ستانکزی، د دغه بورډ د اجرائيه رئيس په توګه وټاکل شول.
د افغانستان کرکېټ بورډ د عمومي رئيس او اجرائيه رئيس سربېره دوه معاونين هم لري.


د مطلب کود: 103882

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/103882/جمهور-رئيس-غني-د-افغانستان-کرکېټ-ملي-ټيم-هېواد-لپاره-ویاړ-وباله

آوا
  https://www.avapress.com