کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې دامریکائي پوځ په بمباریوکې نور اته عام افغانان ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 25 قوس 1393 ساعت 14:55


پریس ټي وی ر اپورورکړ  دامریکا بې پیلوټه الوتکو  نن  سهار  په نورستان ولایت کې سختې توغندوي بمبارۍ کړي دي اپورښئ په دغو بمباریو کې کابو اته کسان مړه او یوشمیر نور هم ټپیان شوي دي .
دامریکا اوافغانستان ترمینځ دامنیتي تړون له لاسلیک کولو وروسته  واشنګټن  دڅوم ځل لپاره  دافغانستان پر بیلابیلو سیمو حملې کړي دي . حال دا چې دامنیتي تړون دلاسلیک په وخت  ئې ژمنه کړې وه چې  دافغانستان پر بیلابیلو سیمو به خپل سرو حملو څخه ډډه کوي.
دافغانستان بیلابیل سیاسی ،مذهبي حکومتي او نور ټولنیز شخصیتونه اوچارواکي  دامریکا دغه ډول حملې دخپل هیواد دخپلواکۍ ،مځکنۍ بشپړتیا  او حاکمیت بشپړ اوښکاره خلاف ورزي ګڼيپ  او په ځلونو ئې   ددغه ډول حملو دختمیدو غوښټنه کړې ده  چې واشنګټن ورته هیڅ پام نه کوي.
يری سیاسی او امنیتي کارپوهان  په دې اند دي چې  امریکا هیڅ صداقت نه لري او دباور وړ نه ده  او په ځلونو ئې ثابته کړې ده  چې نړیوالو قوانینو او دانسانانو حقوقو ته هیڅ پابندي نه کوي  او دهغوی لپاره انساني احترام نه بلکې خپلې ناروا ګټې مهمې دي .  ملګروملتو هم  دامریکا دغه ډول حملې  هدفمنې بللي او روښآنه ئې کړې ده چې  دغه ډول حملې  دنړیوالو قوانینو خلاف ورزي  ده.


د مطلب کود: 103992

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/103992/په-افغانستان-کې-دامریکائي-پوځ-بمباریوکې-نور-اته-عام-افغانان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com