کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئيس غني د پاکستان له صدراعظم سره ټلیفوني خبرې وکړې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 26 قوس 1393 ساعت 12:36


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون ماښام د پاکستان له صدراعظم محمد نواز شریف سره په یوه ټلیفوني اړيکه کې په پېښور کې د غمجنې تروریستي پېښې له کبله د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل.
په دغې ټلیفوني اړيکه کې جمهور رئيس غني د افغانستان د خلکو او حکومت په استازيتوب د دغې تروریستي پېښې له کبله د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې د مراتب د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل: په دغه غمجنه پېښه کې د پاکستان د
خلکو په غم کې شریک یو او دغه تروریستي، وحشیانه، غير اسلامي او انساني کړنه په کلکو ټکو غندو.


د مطلب کود: 104037

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/104037/جمهور-رئيس-غني-د-پاکستان-له-صدراعظم-سره-ټلیفوني-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com