کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزنی او هرات ولایتو کې د دوه سړی تښتوونکو ډلو نیول

26 قوس 1393 ساعت 17:44


د ملی امنیت د لوی ریاست ځواکونو د عنایت الله طاقت په مشری ، چې پخوا په غزنی ولایت کې د ولایتی شورا کاندید وو، سړی تښتونکو یوه ۶ کسیزه ډله په غزنی او کابل کې نیولی ده. دی سړی تښتونکی ډلی نجیب الله د ریدی ګل زوی چې د غزنی ولایت د واغز ولسوالی اوسیدونکی دی د پیسو په موخه تښتولۍ وو او د غزنی ولایت د ګډوالو په ښارګوټی کې په یوه څاه کې ساتل کیده د ملی امنیت ځواکونو له لوری ازاد او خپلی کورنی ته وسپارل شو.

په یو بل اقدام کې دوه سړی تښتونکی په نامه د عبدالاحد د عبدالحی زوی او نظام الدین د شرف الدین زوی چې د هرات ښار د اومی او نهمی ناحیو اوسیدونکی دی نیول شوی دی. دوی محمد عسی د حاجی موسی خان زوی چې د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځی محصل وو د هرات ښار د لسمی ناحیی څخه له تښتولو وروسته وژلی وو.

د ملی امنیت زړور ځواکونه د امنیت د تامین او ټولنیز نظم په موخه شپه او ورځ هڅه کوی چې سرغړونکی د قانون منګلو ته وسپاری.


د مطلب کود: 104061

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/104061/په-غزنی-او-هرات-ولایتو-کې-د-دوه-سړی-تښتوونکو-ډلو-نیول

آوا
  https://www.avapress.com