کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د وسله والو مخالفینو یو قوماندان ونیول وشو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 16 جدی 1393 ساعت 13:57


د میدان وردګو ولایت په مرکز میدانښار او سیداباد ولسوالۍ کې تېره شپه د امنیتي ځواکونو له لورې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو یو قوماندان ونیول شو او همدا راز ګڼ شمېر مهمات او چاودیدونکې توکې هم د امنیتي ځواکونو لخوا کشف او لمنځه وړل شوي دي .

تېره شپه ګډو کورنیو ځواکونو د سیداباد ولسوالۍ په یوسف خیلو سیمه کې عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې د مخلص حقیار په نوم د وسله والو مخالفینو یو قوماندان د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندی ونیول شوو.

همدا راز امنیتي ځواکونو د مرکز میدان ښار په قطارسنګ سیمه کې هم عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې له چاودیدونکو توکو ډکې درې بوشکې،یو بالون او دوه لاسي بمونه،چې ریموټ کنټرول برابر شوي وو،کشف او لمنځه یوړل.

په ورته وخت کې امنیتي ځواکونو د مرکز میدان ښار په چهاربند سیمه کې درې حلقې بوشکه یې ماینونه کشف او لمنځه یوړل شول .
د یو بل خبر له مخې د چک ولسوالۍ څارنوال د لومړی ځل لپاره د دندې ترسره کولو په موخه یادې ولسوالۍ ته ولیږدول شو اوله دې وروسته به په یاده ولسوالۍ کې په رسمي ډول خپلې چارې پر مخ یوسي .


د مطلب کود: 105036

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/105036/د-وسله-والو-مخالفینو-یو-قوماندان-ونیول-وشو

آوا
  https://www.avapress.com