کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پارلمان له پرېکړې وروسته ترکیه د ناټو په نوي ماموریت کې شامله شوه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 17 جدی 1393 ساعت 15:45


تاند- د ترکیې پارلمان د سې شنبې په ورځ حکومت ته اجازه ورکړه چې په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې په نوي ماموریت کې دوه کاله نور ځواکونه پرېږدي.
د ترکي رسنیو د راپور له مخې د پارلمان له پرېکړې سره سم به حکومت اجازه لري چې افغانستان ته پوځیان ولېږي څو د غوڅ ملاتړ په نوم د ناټو له نوي ماموریت سره همکاري وکړي. دا ماموریت د روان ۲۰۱۵ کال د جنورۍ له لومړۍ پیل شوی دی.
د ۲۰۱۴ کال په وروستۍ ورځ د ناټو جنګي ماموریت له ۱۳ کلونو وروسته په افغانستان کې پای ته ورسېد او د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ نوی ماموریت پیل شو چې پر اساس به یې د ناټو د غړیو هیوادونو روزونکي افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه او سلا مشوره ورکوي.
د ترکیې د پارلمان پرېکړه همداراز حکومت ته واک ورکوي چې بهرنیو پوځیانو ته له ترکیې څخه افغانستان ته او له افغانستانه د ترکیې له لارې خپلو هیوادونو ته د تګ اجازه ورکړي.
د ترکیې د اناتولیا خبري اژانس د راپور پر اساس د ترکیې دفاع وزیر عصمت ایلماز په افغانستان کې د نوي ماموریت په اړه وویل:«دا روزنیز، مشورتي او کومکي ماموریت دی. په دې کې به جنګي عملیات شامل نه وي.»
ده په افغانستان کې د ترکي ځواکونو ماموریت د ترکیې په تاریخ کې تر ټولو ستر بهرنی پوځي ماموریت وباله، ویې ویل چې ۹۰۰ ترک پوځیان به د نوي ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې خدمت وکړي.
ترکیه به دغه راز د دوو کلونو لپاره د کابل د نړیوال هوايي ډګر اداره په غاړه واخلي. له دغه هوايي ډګره هم ملکي او هم پوځي کار اخیستل کېږي.
په دغه هوايي ډګر کې به اذري، البانیايي او مقدونیايي پروسنل د ترکي ځواکونو تر مشرۍ لاندې په همږغۍ فعالیت کوي.


د مطلب کود: 105098

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/105098/د-پارلمان-له-پرېکړې-وروسته-ترکیه-ناټو-په-نوي-ماموریت-کې-شامله-شوه

آوا
  https://www.avapress.com