کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عبدالله عبدالله له خوا د کاندید وزیرانو لست نهایي شوی دی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 22 جدی 1393 ساعت 15:25


د ملي وحدت حکومت د اجرایه ریاست ځیني سرچینې وایي، چې د عبدالله عبدالله له خوا ولسمشرته د وړاندې شوو کاندید وزیرانو لست نهایي شوی دی.
دې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي ازادۍ راډیوته د عبدالله عبدالله له خوا د ټاکل شوو کاندید وزیرانو نومونه هم رالیږلي دي، چې ټاکل شوې لست یې نن ولسي جرګې ته ولیږل شي.
د دې لست په اساس صلاح الدین رباني بهرنیو چارو وزارت ته، جنرال نورالحق علومي کورنیو چارو وزارت ته، زلمي یونسي پوهنې وزارت ته، نجیبه ایوبي ښځو چارو وزارت ته، فیروزالدین فیروز عامې روغتیا وزارت ته، عالمي بلخي عدلیې وزارت ته، سر دار محمد رحیمي سوداګرۍ وزارت ته، برنا کریمي مخابراتو وزارت ته، محمود صیقل د اوبو او انرژۍ وزارت ته، سردار رحمان اوغلي اقتصاد وزارت ته، نصیر احمد مهجور کډوالو وزارت ته او محمود ګل زلمی کلیو او پراختیا وزارت ته کاندیدان دي.
دا دولس وزارتونه هغه دي، چې د اجرایي ریس له خوا ورته کسان ټاکل شوي، خو دا چې پاته دیارلسو نورو وزارتونو ته به د ولسمشر له خوا څوک کاندیدان وي، دا به وروسته معلومه شي.


د مطلب کود: 105336

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/105336/د-عبدالله-له-خوا-کاندید-وزیرانو-لست-نهایي-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com