دافغانستان سیمه ایزومقامونو، د دی هیواد دفراه په ولایت کی، د داعش ترهه ګری ډلی دپوځي روزنی د کیمپونو د جوړیدا خبر ورکړ .
د خامه پرس د ویب سایټ د رپوټ په اساس، افغان سیمه ایز مقام، عبدالخالق نور زی وویل : دغه کیمپونه؛ د تیرو دریو اونیو په ترځ کی، د خاک سفید د سیمی په ځینو برخوکی، جوړ شوی دی .
د نور زی له قوله ؛ په پرمختللو وسلو سمبال، ۸۰ تنه جګړه ماران، په دغو کیمپونوکی په فعاله توګه، ښورښیانو ته پوځی زده کړه ورکوی .
دغه ځایی افغان مقام زیاته کړه : د مولوی عبدالملک، او مولوی عبدالرازق په مشرۍ، د طالبانو یو شمیر غړی هم، د دغی ترهه ګری ډلی سره یوځای شوی دی .
په دی وروستیوکی، د داعش غړیو؛ د هلمند ولایت د سنګین او کجکی په ښارونوکی، د طالبانو سره نښته وکړه چی، د دواړو خواؤو د ۵۰ کسانو د وژل کیدو سبب شوه .