کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار د ولايتي شورا پر مشر ځانمرګي بريده شوی خوترې روغ وتلى

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 28 جدی 1393 ساعت 15:17


دکندهار ښآر په  عینو مینه څلورلارې کې نن کابو لس بجې یوه ځان مرګي دولایتي شورا پر مشر ځان مرګي حمله کړې خو هغه پکې بچ شوی البته یو ماشوم ئې قرباني شوی دی.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک خبریالانو ته له دغې پيښې وروسته ویلی دي   ځانمرګى بريد د يوه سپين کرولا  موټر په وسيله شوى دى.
هغه زياته کړه، چې دغه ځانمرګی د پوليسو له خوا څارل کید او د عينو مينې دوهمې فوارې سره يې پرځان پورې تړلي مواد وچاودول چې  له امله يې بريدګر وژل شوى او يو لاروى ماشوم پکی ټپي شوى دى.
البته عینی شاهدانو ویلی دی د ځانمرګي بريدګر موخه د ولايتي شورا مشر  سيدجان خاکرېزوال و ځکه د ولايتي شورا په همدې سیمې کې اوسېږي، نن په داسې حال کې چې خپل دفتر ته روان و، دويمې فوارې ته له  رسېدو سره سم ځانمرګي  د هغه له ګاډي سره نزدې پر ځان پورې تړلي مواد و چاودول  خو هغه ترې بچ شو البته ګاډي ته ئې تاوانونه اوښتي دي.
وسله والو طالبانو  هم دخبر ترمخابیره کیدو ّوري   په دې اړه څه نه دي ويلي .  اوپه دې باب له نوو معلوماتو لپاره له مونږسره ووسئ.


د مطلب کود: 105607

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/105607/د-کندهار-ولايتي-شورا-پر-مشر-ځانمرګي-بريده-شوی-خوترې-روغ-وتلى

آوا
  https://www.avapress.com