کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۲۶ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 29 جدی 1393 ساعت 12:37


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کاپیسا،کندهار،زابل، لوګر،هرات او هلمند په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۶  تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول ،۱۹ تنه ټپیان او ۲ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه  اندازه  وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي  .
همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ، ۲۲ کړۍ  ماینونه  چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د دایکندی،فاریاب،کندهار،میدان وردک،خوست ، فراه او هلمند ولایتونو  په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.


د مطلب کود: 105650

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/105650/۲۶-تنه-ترهګر-طالبان-د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com